په اسلام کې تجارت ، کار او کسب
په اسلام کی کار، کسب او تجارت
1- په ټنګ غزم کاراوبار کوی چې خلکو ته محتاج نشی اومه پر چا ځان باروی له حضرت نبی صلی الله علیه وسلم څخه خلکو پوښتنه وکړه تر ټولو غوره ګټه کومه ده ويې فرمایل دخپل لاس ګټه او هغه کاراوبار چې به هغه کې درواغ او خیانت نه وي .
همدارنګه فرمایي :عبادت لس حصی دی دهغه ۹ نه حصی حلال رزق دی .
۲- دکاراوبار دپرمختګ لپاره تل رښتیا لاره غوره کړی له درواغو چل او فریب څخه ځان وساتی حضرت نبی صلی الله علیه وسلم فرمایی :دقیامت په ورځ به خدای جل جلا له له هغه سړی سره نه خبری وکړی اونه به ورته وګوري نه به بښنه ورته وکړی اونه به یې جنت ته داخل کړي ،چې په درواغو قسمونو خوړلو خپل کاراوبار ته پرمختګ ورکول غواړی (مسلم ).
۳- په کاراوبار کې تل امانت اودینداري غوره کړی ،اوهیڅکله چاته د خراب مال په ورکولو اویا ذیاته ګټه خپله حلاله کټه مه مرداروی .
حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :رښتنی اوامنتدار سوداګر به دقیامت په ورځ دنبیانو ،صدیقینو ،او شهداو سره یو ځای وي(ترمذی).
۴- داخستونکي پرځان دباور راوستلو کوښښ وکړی ،چې هغوی تاسې خپل خیرخواه وګڼی پرتاسې باور وکړی ، حضرت نبی صلی الله علیه وسلم فرمایی :چاچې پر پاکه اوسپڅلی ګټه ګزاره وکړه زما په سنتو یی عمل وکړ او خلک یې له خپل ضرر نه وساتل نو دا سړی جنتی دی په جنت کې به داخل شي ،خلکو وویل یا رسوالله ص داسې خلک خو په اوسنی وخت کې ډیر دی هغه (ص) وفرمایل زما نه ورسته به هم داسې خلک وي (ترمذی).
۵- په کاراو بار په وخت کلک اوپابند اوسی ،خپلو دفترونوته په ټاکلی حاضری ځانونه ورسوی او همدارنګه په خپل وخت دوکان ته ځان ورسوی په غزم او ښه صبر سره کینی ، حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :دروزی په تلاش اوحلالی ګټی پسی سهار وختی ووځی ځکه دسهار وختی په کارونو کې برکت او پراخی وي (طبرانی).
۶- په خپلو ماتحتو مامؤرینو او نوکرانو مو رحم وکړی تل ورسره دنرمۍ او سخاوت رویه کوی او مزدوري پر خپل وخت ورکوی، نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :دخدای جل جلاله په مخلوق رحم وکړی تر څو خدای جل جلاله پر تاسی رحم وکړی .(سیرت نبی)
۷- په خرید اوفروش کې تل دنرمی رویې نه کار واخلی او له پورغوښتونکو سره سختی مه کوی اودوکان دار په دی سره مه ناهیله او زړه توری کوی اونه دهغوی نه دپور یا قرض په غوښتلوکې له ډیر ټنګار یا بد چلن نه پوره ځان وساتی .
حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده : خدای جل جلاله د په هغه سړی رحم وکړی چی په خرید اوفروش اوغوښتلوکې له نرمی او ښو اخلاقو کار اخلی (بخاری).
بل ځای فرمایی :دچاچی داغوښتنه وي چې خدای ج دقیامت په ورځ له غم او تکلیف نه وساتی نو هغه ته پکار دی چې تنګ لاسیو پوروړیو ته وخت ورکړی اویا تری دپور بوج لری کړی (مسلم ).
۸- دمال له عیب پټولو او اخستونکی ته له دوکی ورکولو ځانونه وساتی، حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :
۹- دقیمتونو دلوړوالی په هیله دخوراک اوچښاک شیان مه ذخیره کوی او دخدای (ج) مخلوق ته غم اوپریشانی مه جوړوی ،دستاسی دیوه جیب ډکولو په هیله ټول عالم ته غم مه جوړوی . حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :ذخیره کونکی څومره بد سړی دی بل ځای فرمایی :ذخیره کونکی څومره بد سړی دی چه کله خدای جل جلاله شیان ارزانه کړی نو دی خفه کیږی اوچی کله قیمتونه لوړیږی نو دده زړه خوشحاله شی .(مشکوه).
۱۰- په خرید اوفروش کی دګز اوتول دکمی نه پوره ځان وساتی په قرآن کریم کی الله جل جلاله د التطفیف په سورت کی فرمایی :په اندازه او وزن کی دکمی کونکو لپاره هلاکت دی ،څوک چی له خلکو نه ګزیا تول کوی نو پوره پوره یی کوی اوچی خلکو ته کز یا تول کوی نو کم کوی ،ایا داخلک نه پوهیږي چې دوی به بیا را ژوندی کیږي او راپورته کیږي په یوه ډیره سخته ورځ په کومه ورځ به چې ټول انسانان دخپل رب په حضورکې ولاړيږي.
- علِّق
- قرأت 473 مرة