Quran and Hadith Search

Search in the Quran
Search in the Quran:
in
Download Islamic Softwares FREE | Free Code
www.SearchTruth.com

Image and video hosting by TinyPic



سلامونه او نیکی هیلی الله دی وکړی چه د مبارکی روژی څخه مو د پوره ګټی اخستوی ډیر ډیر اجرونه او ثوابونه خپل کړی وی. زه هم په خپل وار تاسو او تاسو ټول عزتمند کورني ته د نیکمرغه کوچنی اختر مبارکی مبارکى او ښه احساسات ډالۍ کوم الله دې له موږ او تاسې ټولو عبادتونه قبول کړی په درناوی

د تجويد د زده کړي دريمه برخه مخارج

د حروفو مخارج :
مخارج جمع د مخرج ده مخرج دوتلوځای ته وايي .
دتجويد په علم کې مخرج هغه ځای دی کوم چې توری ورڅخه ادا کيږي .
چې په حلق ،خوله ،شونډی او د خولی خاليګاه څخه  ادا کيږي.
ديوحرف د مخرج پيداکولو اسانه طريقه داده چې دحرف نه مخکی همزه راوړو او نومړي حرف  ساکن ګرځی هر چيري چې آواز ختم شو همغه يې مخرج دي .
مثلا د" ب" حرف "همزه" ورباندې اضافه كوو " أبٌ" وينو چې آواز يې د دو شنډو ترمنځ کله چې سره وچسپيږي نو ويلای شو چې د"ب" مخرج د دو شنډو چې سره ولګيږي ادا کيږي .
د حروفو مخارج په لاندې برخو ويشل شوي :
ادامه نوشته

د تجويد دزده کړې دوهمه برخه (د قرآن د تلاوت فضيلت او آداب )

دقرآن د تلاوت فضيلت
د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې په قرآن او حديث کې څومره فضائل ذكر شوي دي نو مونږ خو يې پدې بې کسی او بې وسی کې له سره نشو ټولولای ،بس دومره ويلای شو چې نن عصر کې نه وحی شته او نه پيغمبر بس يواځې د خالق او مخلوق تر منځ د ارتباط وسيله قرآن دی او بس .
رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوذر ته وويل :
يا أبا ذر! لأن تغدو فتعلَمْ آية من كتاب اللَّه، خير لك من أَن تصلي مائة ركعة. ولأن تغدو فتعلَمْ بابا من العلَمْ، عمل بِهِ أَوْ لَمْ يعمل، خير من أَن تصلي ألف ركعة)). ابن ماجه
((ای ابوزره ! کچيرې ته سحر لاړ شي او يوآيت د قرآن پاک زده کړي نو د سل رکعته نفلو نه بهتره دی ، اوکچيرې يو باب د علم زده کړي که دغه وخت دې عمل پرې کړی وي يا نه نو د زرو رکعتونفلو کولو نه بهتر دي )). (ابن ماجه )
ادامه نوشته

حج (مسئلې او مشورې)

بسم الله الرحمن الرحيم
دغه کوچنۍ رساله کې چې دحنفي مذهب سره سم د حج تمتع يو شمېر مهم مسايل پکې شته د (الفقهُ على المذاهب الاربعة، فتاوى عالمګيريه، ارشاد السارى او کنزُ الدقايق ) څخه استفاده شوې. او هم پکې د يو شمېر هغو تجربو په رڼا کې يو لړ مشورې ليکل شوي کومې چې ما د خپلو حجونو په دوران کې ترلاسه کړې دي. که چيرته په دې رساله کې چاته کومه مسئله غلطه په نظر ورشي نو هيله ده چې د حج نور ملګري پرې وپوهوي، څو حاجيان په غلطه مسئله عمل ونکړي او هم مونږ ترې خبري کړي څو په راتلونکو چاپونو کې يې تصحيح کړو.

"شرافت"         
ارباب روډ، پيښور
٢١ عقرب (لړم) ١٣٨٦ هـ، ش – ١٢ نومبر ٢٠٠٧ع


له بينوا ويب پاني نه

ادامه نوشته

علم تجويد لومړی برخه

 بسم الله الرحمن الرحيم

علم تجويد لومړی برخه
دتجويد تعريف او اهميت :
۱- د تجويد تعريف :
تجويد په لغت کې ښه کولو ته وايې او په اصطلاح کې عبارت دی له اداء کولو د هر حرف پخپل مخرج (ځای د اداء) کې، د ادابواوصفاتو له مراعاتولو سره .
۲- د تجويد دعلم موضوع ياهدف :
د قرآن لوستل په صحی توګه لکه څنګه به چې رسول الله ص او اصحابو کرامورض  قرآن کريم لوستلو يعنی د قرائت د احکامو حفاظت کول لکه ادغام ، اظهار ، اقلاب ، اخفاء ، مد ، غُنه په خپل ځای کې عملی شي او حروف له خپل مخرج څخه اداشي د ټولو احکامو په نظر کې نيولو سره د قرآن کريم په قرار لوستل داسې نه چې ټول سره ګډوډ شي او بل د قرآن په ښه آواز سره لوستل
ادامه نوشته

معجزه د ۹ مياشتني ماشوم چه قرآن ایاتونه یه په وجود باندی لکيل شودی  

مجعزه

 

د قرآن کریم دآياتونو مجعزه چه د یو ۹ میاشتي ماشوم په بدن کي ظاهر

 شوي دی  دا ماشوم چه علی نومږی په ډاګستان کي په يوه مسلمانه

 کورني که نړي ته راغلي

 

ادامه نوشته

داودس سنتونه

داودس سنتونه

 

ويمنځل ددواړولاسودی مخكی له هغه نه چه په كوم لوښی كښی

 لاسونه غوټه كړی لكه څنګه چه نبی (ص) فرمايلی دی هرڅوك چه

 ستاسونه له خوب نه راويښ شی ترڅوچه دری(٣) ځلی ئې خپل

 لاسونه وينځلی نه وی لاس دی په لوښی كښی نه غوټه كوی ځكه

 چه دغه انسان خبرنه دی چه دخوب په حال كښی ئې لاس دبدن

 دكومی حصی سره پروت وو.


بل سنت په شروع كښى داوداسه د بسم الله الرحمن الر حيم ويل

 دی، بل سنت دمسواك استعمالول دی، بل سنت په خوله اوپه

 پوزه اوبه لغړول دی، بل سنت دغوږومسح كول دی، بل سنت

 دږيری خلا لول دی، بل سنت خلالول د لاسونواودپښودګوتو دی،

 بل سنت دری(٣) ځله وينځل داندامودی .


يادونه : سنت هغه عمل دی چه رسول (ص) هميشه توب پركړى وی

 مګريويادوه ځلی ئې پری ايښی هم وی، دسنت كول ثواب دی

 اوپرنه كولو ئې جزاشته .

 

ادامه نوشته

دحج فضائل

دحج فضائل
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال:
 قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (من حج هذا البيت، فلم يرفث، ولم يفسق، رجع كيوم ولدته أمه). بخاری مسلم ،ابن ماجه ،نسائي ).
له حضرت ابی هريرة رض څخه روايت دی هغه وايي چې ماله رسول الله ص څخه واوريدل چې فرمايل ئی :
څوک چۍ د الله ج لپاره حج وکړي د شهوت او ګناه خبری ونه کړی دی به داسې پاک را وګرځې لکه په کومه ورځ چۍ دی مور زيږولی وي
 
عن أبي هريرة رضي الله عنه:
 أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة). بخاری ، مسلم ،ترمذي اونسائی ).
له حضرت ابی هريرة رض څخه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل :
يوه عمره تر بلی عمري دهغه ګناهونو کفاره ده چې د دوی تر منځ وي او دقبول شوي حج بدله پرته له جنت څخه بل شی ندي (د مبرور معنی هغه چې ګناه پکې نه وي ،قبول شوی وي ،هغه چې ريا پکې نه وي يا هغه چې ورسته ورڅخه ګناه ونشي ) .
 
عَنْ عَائِشَةَ؛ قَالَتْ: قُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ عَلَى النِّساءِ جَهَادٌ؟
 قَالَ ((نَعَمْ. عَلَيْهِنَّ جِهَادٌ لاَ قِتَالَ فِيهِ: الْحَجُّ وَالْعُمْرَةُ))  (ابن ماجه ) .
 له عائشی رض نه روايت دی چې له رسول ص څخه موپوښتنه وکړه آيا په ښځو جهاد شته ؟
رسول الله وويل هو : په ښځو داسې جهاد دی چې په هغه کې قتال نشته هغه حج او عمره ده .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم؛
 أَنَّهُ قَالَ ((الْحُجَّاجُ وَالْعُمَّارُ وَفْدُ اللهِ. إِنْ دَعَوْةُ أَجَابَهُمْ، وَإِنِ اسْتَغْفَرُوهُ غَفَرَ لَهُمْ)) ( ابن ماجه ).
له حضرت ابی هريرة رض څخه روايت دی چې يقيناً رسول الله ص وفرمايل :
حاجيان او عمره کوونکی دالله ميلمانه دی که هغوی خدای ج ته دُعا وکړی هغه قبليوي (ځکه چې د ميمه خواهش ضرور پوره کيږي ) او که هغوی د خدای ج څخه عفوه وغواړی هغه بخښل کيږي .
                                               حمدالله شاكري

 

ادامه نوشته

افغان IPTV

افغان IPTV

 

افغان IPTV چینل د لمړی ځل له پاره ټول افغانی چینلونه په یو باکس کی

 راټول کړی دي چي دا یو لوي خد مت دي او دی ستایلی وړ دي.

دا فغاني کلتور ته ښه پاملرنه ده او هواد وال کولي شی چي د نړي په هر

 ګوت کی له دی لاره خپل ټول افغاني چينلونه په ښه بڼه وګوري.

اړتيا

افغان IPTV باکس او انترنت نو کولی شی چه ټول افغاني

 تلویزيونی چنلونه وګږری د نورو معلوماتو له

 پاره   www.afghaniptv.de   ته مراجعه وکړي.

افغان اى پي تی وی

امانت

امانت
 
په دنيا کې کله نا کله انسان ته دا صورت پيښيږي چې د خپل شی يا روپو د حفاظت لپاره له نورو څخه مدد وغواړی .
پداسې موقع د هر مسلمان دا اخلاقی فريضه ده چې د هغی له مدد څخه منع ونه کړي ځکه چې انسانانوخو سره ټړلی دی سبا به ده ته هم داسې ضرورت پيښ شي .
د امانت په اړه په اسلامې شريعت کې ډير تاقيد شوي دي .
إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا    (النساء ۵۸)
الله تعالی تاسی ته حکم درکوي چه امانتونه او حقوق د هغی مالکانو ته ورسوﺉ .
إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ  (الحج ۳۸)
الله تعالی هر خيانت ګر او ناشکره نه خوښوي
دمؤمنانو صيفات بيانوي :
وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ( المومنين ۸)
کوم خلق چې د خپلو امانتونو او وعدو خيال ساتی
په احاديثو کې د امانتداری ټينګار :
لاايمان لمن لا امانة له
 نبی کريم ص فرمايې : چه په چا کې  امانتداری نه وي د هغه زړه له ايمان نه خالی وي
و اذا ائتمن خان
نبی فرمايې چې د منافق دري علامې دی د هغی نه يو علامه داده چې کله امانت ور ته کيښودل شي نو خيانت کوي .
ادامه نوشته

دروژي مبارک لړۍطبي اوصحي فلسفې

دروژۍ مبارک طبي اوصحي فلسفې
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له دامت برکاته،
بسم  الله الرحمن الرحيم
محترمومسلمانانودرروژي دلړۍپه دې څوارلسمه برخه کښي هم په دې باره کښي بيان درته کوم چي روژه مبارکه دانسان وصحت اوجوړوالي ته اودانسان وبدن اودده دبدن وټولوقوتونوته وده ورکوي،
دطبوديوه معتبرکتاب دهدايت مطابق کوم چي نوم يې( العودة الی حياة السليمة بالصوم) دۍاوددکتورطاهرتصنيف دۍاودارنګه مطابق له دراست سره دلوتزنر اومطابق له دراست سره دشلتون اسماعيل
،  ،   روژه مبارکه چي کومي ګټي اوفايدې دانسان وبدني صحت ته رسوي هغه په دې شرحه دي،shelton،
اول
الصوم راحة للجسم يصلحه ويرجعه الی ذاته، يعني روژه سبب دراحت دجسم اودبدن ده روژه دبدن اصلاح کوي اوبدن  وخپل اصلي حال ته راجع کوي
دوهم
الصوم  يوقِف عملية امتصاص الموادالمتبقية في الامعاء والموادالتي يمکن ان يؤدي  امساکها الی تحولها بامراض صعبةٍ ويطردالسموم المتراکمة في البدن،
يعني دروژې له فايدوڅخه يوه فايده داده چي  دانسان په کولموکښي چي کوم متبقي مواددغذاء پاته وي نوروژه ددې سبب ګرځي چی دغه مواددانسان له بدن څخه خارج  کړه سی ،اودوهمه صحي فايده دروژې داده چي دروژې په سبب دانسان له معدې څخه هغه موادخارجیږی چي که چيري هغه موادپه معده کښي يوڅه وخت پاته سي نوسخت مرضونه ورڅخه پيداکيږي ،اودريمه صحي فايده دروژې داده چي دروژې په سبب دانسان له بدن څخه زهريلي موادخارجيږي ،
دريم
بفضل الصوم تستعيداجهزة الاطراح والافراغ نشاطها وقوتهاويتحسن اداءهاالوظيفي في تنقية الجسم،
يعني دروژې په فضيلت اوپه برکت سره اجهزة د اطراح اودافراغ يعني هغه قوتونه چي دانسان په بدن کښي الله جل جلاله   ددې دپاره پيداکړيدي چي دانسان له بدن څخه فاسداومضِرموادوغورځوي اوبدن ورڅخه فارغ کړي ،وخپل نشاط اووقوت ته راګرځي اودروروژې په برکت په تنقيه کښي دجسم اودبدن خپله وظيفه په ډيره ښه طريقه سره اداکوي
څلورم
بفضل الصوم يستطيع البدن تحليل الموادالزائدة ولقدأکدت ابحاث مورغوليس اعادة شباب حقيقي للجسد،
يعني په فضل اوبرکت دروژې دانسان بدن ددې توان اوقدرت پيداکوي چي دزايدوموادوتحليل وکوي اودمورغولیس پلټنوداخبره په تاکيدسره په ثبوت رسولې ده چي روژه دانسان وبدن ته داصلي اوحقيقي ځوانۍ دوهم ځل اعاده کوي،
محترموله دغه قسمه بيانات به ترڅوبرخوپوري انشاءالله ادامه ولري،
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .

دقمار تعريف

دقمار تعريف :
هر هغه معامله که په بازۍ لګولو، شرط لګولو يا دبخت او اتفاق پر بنا وي چه ګټه او تاوان يې مبهم او نامعلوم وي هغی ته قمار او ميسر وائی .
 
داسلام مقدس دين چه سراسر دعدل اوانصاف دين دی ، داقتصادي  نظام لپاره هم دخاص حدودو عدل او انصاف  ديوه  خاص نظام درلودنکی دی  .
اسلام داسې ظلم کله رواه کنړي شي  چه په هغی کې يو کس دغربت له پاسه نور هم غريب پاتی شي  اوبل کس بغير له کوم عمل اوخواری کښلو نه قارونی خزانه تر لاسه کړي  اويا دغريبانو اوفقيرانو دجيبونو نه رقم جمع کړ شي  اويوکس بغير له شرعی وجی نه په اتفاقی ډول دهغه مالک جوړ شي .
 
ادامه نوشته

دسود  لڼد بيان

دسود  لڼد بيان
 
 
لومړی دسود  په اړه الهی لارښوونه :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (البقره 278 ).
ای مؤمنانو! له خدايه وويريږی اوستاسوچه کوم سود پرخلکو پاتی دی هغه ورپريږدی که په رښتيا سره مو ايمان راوړی وی . ( د سود دحراموالی نه مخکی وخت ته اشاره ده )
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (ال عمران 130).َ
ای مؤمنانو سود مه خوری داڅوچنده ذياتی له خدايه وويريږی ښايی چه تاسی بريالی شی.
-----------------------------------------------------------------------------
ادامه نوشته

اسلامی تجارت دمضاربت بيان

اسلامی تجارت
دمضاربت بيان
په دنيا کې ټول خلک يوشان نه وي ځنې مالدار وي روپی لري ولی دکار او محنت صلاحيت بيا نه لري يا وخت نه لري ،خوځنې بيا داسې وي چه روپی نه لري ولی دمنډو اومحنت توان لري .
اسلامې تجارتی نظام خو سراسر دخزانی مخالف دی ځکه په خزانه کولو کې هيڅ ګټه نشته ،بايد مال او دارايي په دوران کې وي ترڅو تجار او خپل مالک ته يی کټه ورسی او هم ټولنی ته .
دهمدی مقصد لپاره اسلام مضاربت ته ترغيب ورکړی دی ترڅو هم دروپو مالک ته فائده وشی او هم يوه غريب ته د نفقي د ګټلو لپاره منډو اومحنت ته لاره هواره شي .
 
دمضاربت معنی :
دمضاربت لفظ عربی دی دضرب نه اخيستل شوی چه وهلو ته وايی ، ګرزيدو راګرزيدو ته هم وايی او درزق لپاره په ځمکه کې ګرزيدو اومنډو ته هم وايي .
 
دمضاربت دصحی کيدو شرطونه :
۱- روپی ورکونکی او تجار به دواړه عاقيلان وي په معامله او دهغه په نفع او نقصان به پوه وي.  
۲- دمضاربت روپی به تجار ته په قبضه کی ورکول کيږي .
۳- دمضاربت لپاره چه محنت کوونکي ته کومی روپی ورکول کيږي رقم به يې معلوم مثلاً يولک دوه لکه ، اوکه رقم يې معلوم نه وي نو دا مضاربت نه صحی کيږي .
۴- په لومړی سر کې به د فائدي فيصله کوي ،چه څومره حصه به د روپی دچښتن وي او څومره د تجار وي
مثلاً د فائده نيمه حصه به زما وي او نيمه به ستا وي ، که دګټی حصه معلومه نشی نو مضاربت نه صحی کيږي ځکه چه پدی کې بيا د اختلاف ويره پيدا کيږي .
۵- که دروپو واله يا محنت کوونکی هر يو چه وي داشرط ولګوی چه دګټی دومره رقم مثلاً ۲۰۰۰۰ افغانی به زما وي باقی چه څه پاتی شول هغه به ستا وی ،نودا مضاربت فاسد دی ګټه په اول کې نشي تعين کيدای بلکي د ګټی حصه به تعينيږي معلوم مقدار ګټه نشي تعين کيدای .
 
درب المال (د پيسو چښتن ) حقوق او صلاحيتونه :
۱- سرمايی لګولو واله ته دا حق شته چه تجار يا محنت کوونکی ته ووايی چه داپيسی د فلانی کاراوبار لپاره ولګوه ،که تجار دهغه خلاف کاری وکړی اوپه هغه کی تاوان وکړی نو هغه به د تجار پر غاړه وی .
اوهمدارنګه دا شرط هم لګولی شی چه پدی پيسو په فلانی سيمه کی کار کوه کابل ،کندهار يا پښور کی، اوداشرط هم لګولی شی چه تر فلانی وخته شپږ مياشتی يا يو کال ورباندی کار کوه.
۲- تجار په تجارتی دوران کی په خوړلو،څښلو اودکاربار د انتظام لپاره روپی ولګولی اوګټه وشوه لومړی دی دتجارتی دوران مصارف دګټی له روپو څخه پوره کړی باقی نفع دی په خپل منځ کی تقسيم کړی .
۳- که رب المال (د روپو مالک ) داشرط ولګوی چه په تاوان کی به دواړه شريک وو نو دامضاربت فاسد دی هغه ته دا حق نشته .
 
دمضارب ( تاجر) حقوق او صلاحيتونه :
۱- مضارب چه کومه سرمايه اخيستی دهغه دی امين او وکيل دی .
۲- که تجار په خپل ولس کی کاراوبار کوی دځان خرڅ خواراک يی پر خپله غاړه دی مګر په تجارتی دوران يا سفر کی يی خرڅ بيا دکار بار له پيسو څخه دی .
۳- مضارب ته د څه مال دګاڼه ايښودلو،امانت ايښودو ،يا حواله کولو کی څه تاوان وشی نو دهغی تاوان په مضارب نشته .
که په تجارت کی تاوان وشی نو تاوان به له ګټی نه پوره کړی که پوره نشی هغه به سرمايی واله ورکوی
مثلاً په تجارتی دوران کی ۲۰۰ ګټه وشوه خو ورسته ۵۰۰ تاوان وشو ۲۰۰ ګټه به په تاوان کی لاړه شی او پاتی ۳۰۰ به روپو واله ورکړی.
خوکه تجار صاحب ښکاره بی احتياطی اوناغړی وکړی نو بيا د دی تاوان په تجار دی .

مثلاً که نرخونه يوځل راښکته شی اوتاوان وشی ،نودا تاوان پر مالک دپيسو دی نه په تجار ،خوکه دتجار له ناپوهی اوبی غوری چه د ۸ روپو شی يی په ۱۲ روپو اخيستی وی اوکومه بله نا راستی وکړی نو دا تاوان بيا په تجار دی .

Blog reactions

No reactions yet.

درهن (ګاڼه يا ګروی ) لنډ بيان

درهن (ګاڼه يا ګروی ) لنډ بيان
په هغه صورت کې چه سړی په سفرکې وي روپو ته يې ضرورت پيښ شي ياپه خپل وطن کې وي خوڅوک ونه پيژني اويا دقرض د آداکولو اعتبار موجود نه وي .
پدغه صورتونو کې داسلام اقتصادی نظام ددی ډول ستونزو حل درهن يا ګروی دحکيمانه لاری په مشروعيت سره کړی دی .
 
درهن شرعی تعريف :
رهن عربی لفظ دی چه معنی څه څيز لره دڅه سبب په بنا باندی منع کول يا پابندول دي.
په شرعی اصطلاح کې رهن دمال بندول اوتوقيف دی ،دحق په مقابل کې،دومره مال چې دحق نه اداکولو په صورت کې له ګرو شوی شي څخه حق پوره کيدای شي.
 
درهن (ګاڼه يا ګروی )ارکان اوشرطونه :
۱- ګروی به د دواړو په رضامندی وي .
۲- دګروی دوهم رکن قبضه ده کوم شی چه په ګروی ورکول کيږي بايد هغه شی مرتهن (ګرو نيونکی ) ته په قبضه کې ورکړی ،مثلاً ځمکه په ګروی کې ورکوي خو په هغه باندې دبل چا قبضه وي نو دا ګروی نه صحی کيږي.
۳- ګرو ايښودونکی  او ګرو اخيستونکی  به دواړه قاعلان وي ،يعنی په معامله باندې پوهيږي .
۴- د ګروی شی به ددی قابل وي چه خرڅ شي قيمت پری وصول شي،موجود وي او دګروی په وخت کې په هغه قبضه کيدای شي .
مثلاً څوک د درياب ماهيان ،دباغ ميوه د موسم نه مخکې ياپه بل ملک کې مال وی چه دهغه په راتلو وخت اوخرچ لګی ،نودا ټول څيزونه په ګرو ايښودلو کی نه صحی کيږی .
 
دراهن (ګاڼه يا کرو ايښودونکی ) مسئوليتونه اوحقوق :
1- راهن ياګرو ايښودونکی  بايد دګروی شی ګرو اخيستونکی  ته تسليم کړی .
۲- تر څو چه ګرو اخيستونکی  ته دګروی شی نه وی حواله شوی نوګرو اخيستونکی  هغه معاهده فسخ کولای شی.
۳- دګاڼه يا ګرو شوی شی له تسليمی او دګاڼه ګرو اخيستونکی   درضامندی نه ورسته ګاڼه ايښودونکی معاهده نشی فسخه کولای .
۴- ګانه ايښودونکی  دګاڼه کړی شی د بدلولو داختيار جواز لری په هغه صورت کی چه ګاڼه اخيستونکی  پری راضی وی .
۵- دګاڼه ياګروی په موده کی دګاڼه شوی شی چه څومره زياتوالی اوګټه کوی هغه به هم له ګاڼه يا ګروی سره يوځای د راهن يا ګاڼه ايښودونکی  وی .
مثلاً دباغ ميوه ،دځمکی حاصيلات ،دڅاروی بچی او دمکان کرايه داټول څيزونه دراهن ياګاڼه  ياګروی ايښودونکی  دی .
نوڅرنګه چه دګاڼه کړی شی ګټه د ګاڼه ايښودونکی  وی نوپه هغه چه څومره مصرف شوی وی هغه مصرف به ګاڼه اخيستونکی  ته ورکوی .
مثلاً دځمکی دبزګری مصارف ،دڅاروی مصارف اونور به ګاڼه اخيستونکی  ته ورکوی.
۶- که راهن مړ شی نود ګاڼه ياګروی معاهده فسخ ده ،نووارثان دده به له ترکی نه قرض اداکوی اوګاڼه شوی شی به بيرته اخلی .
دګرو اخيستونکی مسئوليتونه اوحقوق :
۱- ګرو اخيستونکی به دګروی شی يو امانت ګڼی او دهغه به پوره ساتنه کوی .
۲- دګرو شی په ساتنه اوحفاظت چه کوم خرڅ کيږی هغه دګرو اخيستونکی په غاړه دی ،خوکه دا خرڅ دګرو شوی شی دبقا اوګټی لپاره وی نو بيا په ګرو ايښودونکی دی .
۳- ګرو اخيستونکی له ګرو شی څخه ګټه نشی اخيستی ،دځمکی حاصلات نشی خوړی ،په سرواوسپينوزرو اونغدو پيسو تجارت نشی کولی ،دباغ ميوه نشی خوړلی .
۴- که ګرو ايښودونکی دګرو شی دبقا اوګټی خرڅ نه ورکوی ، نوګرو اخيستونکی چه په هغه کوم خرڅ کړی وی هغه د ګروی شی له کټی څخه کټ کړی .
۵- په ګرو شی که څه خرابی راشی نوهغه دګرو اخيستونکی مسئوليت دي  يعنی د قرض د ادا کولو په وخت کې به راهن يا ګرو ايښودونکی ته اختيار وی  چه دتاوان په اندازه روپی ترينه کټ کړی .
۷- که راهن يا ګرو ايښودونکی موجود نه وی ګرو اخيستونکی بغير دحکومت له اجازی  ګاڼه کړی شی   نشی خرڅولای.
۸- که مرتهن يعنی ګرو اخيستونکی مړشی نودهغه وارثان به دګرو شی ګرو اخيستونکی وی.
 
 دګرو شی څخه فائده اخيستل :
په ننی زمانه کی دګرو ايښودونکی او ګرو اخيستونکی دواړو په ذهن کی داوی چه ګرو ايښودونکی به ګټه اخلی ولی په ګروی باندی ګټه اخيستل سراسر سود دی ،ځکه چه دلته دقرض په بدل کی ګټه په لاس ورځی او هغه خوری داسی نه کوی چه ګټه په قرض کی حساب کړی .
په افغانستان چه نن سبا کومی ځمکی په ګروی ورکول کيږی هغه ته  يی د يوی بيعی نوم ورکوی چه بيع الوفا  يی بولی .
بيع الوفا يوه اجتهادی بيعه ده چه د بخارا علماؤ ټاکلی ده اود نړی علماء پدی اړه  مختلف نظريات لری
دهندوستان علماء هم ليکی دا بيع د بلخ او بخارا علماوو ټاکلی ده ،يواختلافی مسئله ده .
چی ځنی  يی روا اوځنی يی د سود لپاره يوه لاره بولی .
عربی علماؤ هم پدی اړه ذياتی ليکنی کړی دوی هم ليکلی دا د سمرکند علماؤ ټاکلی ده .
يوه اختلافی بيعه ده چه ځنی علماء ردوی اوځنی يی تائدوي والله اعلم .

                                                                             

Blog reactions

No reactions yet.

د مزدورانو حقوق او فرائض:

د مزدورانو حقوق او فرائض:
دمزدورانو لپاره چه اسلامې شريعت کوم اخلاق ،هدايات او قانونی اصول تعين کړي که عملی شي نو د مزدوران به آرام مطمين شی د دوی حق به نه ضايع کيږي اوپه دوی به ظلم نه کيږي.
اسلامی هدايات :
نبی اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
اَعطُوالاَ جِيرَقَبلَ اَن يَّجُفَّ (ابن ماجه ) د مزدور مزدوری دهغه دخولی وچيدونه مخکې ورکړه .
که چا مزدورې ورنه کړه يايې کمه ورکړه يا يی ټال پکی وکړ نو دهغه په باره کښی فرمايې چه د قيامت په ورځ چه به زه د کومو دريوکسانو پرخلاف مدعی يم په هغه کې به يو :
رَجُلُُ ُ اِستَاجَرَ اَجِيراً فَاستَوفی مِنهُ وَلَه يُعطِه اَجرَه (بخاری ) کوم سړی چه مزدور ونيسي دهغه نه پوره کارواخلی مګرمزدوري  پوره نه ورکوي  .
همدارنګه فرمايی :
هُم اِخوَانُکُم جَعَلَهُم اللهُ تَحْتَ اَيدِيکُم فَمَنْ جَعَلَ اَخَاه ُ تَحتَ يَدِه فَليُطْعِمْه مَمَّا يَاکُلُ وَليَلبَسهُ مِمَّا يَلبَسُ وَلاَ يُکَلِفَه مِنَ العَمَلِ مَايَغلِبُه فَاِن کَلَّفَه مَا يَغلِبهُ فَليُغنِهِ عَلَيه (بخاری مسلم )
دوی ستاسو وروڼه دی چه خدای ج ستاسو ماتحت کړی دی نو چه دچا ورور دهغه ماتحت شي نو هغه لره پکاردی چه څه خوری هغه هغه لره هم ورکړي  چه څه اغوندې هغه لره يې هم واغندی او دهغه نه داسې کار نه اخلی چه هغه باکل مغلوب اوبې وسه شی که دهغه نه سخت يا ذيات کار اخيستل وي نو په هغه کې ورسره مدد کوی .
اوفرمايی :
وَاَکرِمُوهُم کَکَرَامَةِ اَولاَدِکُم وَاَطعِمُوهُم مِمَّا تَاْکُلُون َ (مشکوة) د دوی حفاظت داسې کوی لکه د خپلو اولادونو اوڅه چه تاسی خوری هغوی له هم هغه ورکوی .
هغوی (ص) ددی مظلومی طبقی دومره خيال وو چه د وفات په مرض کې کوم آخری نصيحتونه چه وفرمايل په هغی کې يودا ؤ :
اَلصَّلوةُ وَمَامَلَکَت اَيمَانُکُم د لمانځه اوخپلوماتحتوډيرخيال ساتی .
يواصحابی پوښتنه وکړه چه که يو ملازم يا مزدور غلطی وکړی نوڅو ځله دهغه معافی کول پکار دي هغوی (ص) ددی څه ځواب ورنه کړو دوهم ځل يې  بيا همدا پوښتنه وکړه هغوی (ص) بيا هم چوپ پاتی شو په دريم ځل يې پوښتنه وکړه نو رسول الله (ص) وفرمايل كُلّ َ يَومٍ سَبعِين َ مَرَّة ً (( كه اويا ځله غلطی وکړی نو معاف کوه يی (ابوداؤد).
 
دکار فرما يا دکار دمالک  حقوق او مسئوليتونه :
1- د شوی معاهدی پربنا به له کارګرو په ماهوار يا روزانه اجرت کار اخستيل کيږي  .
2- د اجير دمجبوری نه په ګټه پورته کولو سره ذيات کار اخستل په کم مزد ندي  پکار که څوک داسې وکړی نو اخلاقاً او ديانتاً به مجرم وي  .
3- که صاحب کار دامحسوس کړه  چه مزدور  وران کاری تر سره کوي  يا کار ته زړه نه لګوي نوهغه ته دا حق شته چه له کاره يې لری کړی ، خومخکې بايد دؤ خبرو ته پام وکړي لومړی دا چه څه جسمی عذر (کومه ناروغی)ونه لری دوهم دا چه دده د دلچسپی نه لرلو علت کم مزدي نه وي که چيری دا کمی له رواجی يا اجرمثل نه کم وی نو بايد ورذيات شي او که دا دوه علتونه موجود نه وي نو بيا ذيات کار هم ورڅخه اخيستی شي او تاوان هم ورڅخه اخيستی شي  .
4- اجرت به په ټاکلی موده ورکوي  خو که اتفاقاً کومه ورځ يا مياشت ټال پکې  راشی نو باک نلری ليکن که عادتاً دغسی کوی نوپه قانونی اواخلاقی دواړو مجرم دی .
5- د مزدور څخه دهغه د توان څخه پورته کار نه اخستل کيږي  ولو که د مزدور رضا هم وي  .
6- مالک دکار  مزدورانو ته تنبيه ورکولی شي مګر کنځل ،بد رد يا وهل ټکول نشي کولی که يې وکړی نو مسئول حكمرانان  سزا ورکولی شِ  او جرمانه هم ّ ور باندې لګولی شي .
 
دمزدور مسئوليتونه يا ذمه داری :
۱- دشوی معاهدی يا قرارداد مطابق به په قانونی او اخلاقی ډول کار سر ته رسوي  .
۲- مزدور په شان د يوه امين وي بايد دخپل ورسپارل شوي کار او د کار لپاره سامان دواړو حفاظت په پوره ايمانداری وکړي که کوم څيز اتفاقاً خراب شي نو دهغه تاوان په مزدور نه شته خو که قصداً خراب شي  د هغه تاوان به ورکوی .
۳- که کارګر يا مزدور د مالک د هدايت خلاف کار وکړی او خراب شی پداسی حالت کی به تاوان ورکوي  .
۴- دڅومره ورځو يا څومره کار لپاره چه کوم معاهده يا قرارداد شوی وي اجير ته دا حق نشته چه مخکې دهغه له ختميدو بغير له کوم غذر کار پريږدی .

(مذهب امام ابو حنيفه رح )

Blog reactions

No reactions yet.

داسلامی تجارت اصول

داسلامی تجارت اصول
 
۱- خپل منځی رضامندی :
 داسلامې تجارت يو اساسي شرط خپل منځی رضامندي ده  په تجارتی معامله کې دپلورنکي اوپيرودونکي يا بايع اومشتری رضا شرط ده.
 
۲- تجارتي جنس (مبيعه) او قيمت (ثمن) به حلال  وي
تجارتی جنس به شرعاً حرام نه وي  لکه شرات،خنځير،مرداره ،بتان،دسازاوسرودسامان،چرس،هيروئين اونور.
 
۳- دنرخونوآزادی
د اسلامې تجارت دريم اصل دنرخونوآزاد پريښودل دی ،دحکومت له پلوه دنرخ ټاکل دکوم شرعی غذر نه پرته حرام دي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې :لاَتُسَعِرُوْ فَاِن َّاللهَ هُوَاالمُسَعِرْ ((نرخونه مه ټاکی ځکه چه پخپله الله تعالی دنرخونو ټاکونکی دی )) .
 
۴- دمارکيټ يا بازار آزادی
په اسلامې تجارتي قانون کې څلورم اصل د بازارآزادی ده .
حال داچه په کپيټالستی نظام کې دمارکيټ انحصار صرف دڅوبډايو اوسودخورو په لاس کې وي اوهمدارنګه دکمونيزم په اقتصادی نظام کې دغه حق صرف د حکومت په لاس کې وي اوافراد دغلامۍ اوبردګۍ ژوند پکې کوي چه مارکيت اواجناس دحکومت په لاس کې وي اودخپلی خوښی په نرخ يې پرعاموخلکوپلوري.
 
۵- داحتکار حرمت
په اسلامې اقتصادي نظام کې داحتکار ظاليمانه عمل حرام دی .
احتکار دې ته وايې چه ارتزاقي مواد دنرخ داچتولولپاره څوک زخيره کړي ،داهغه ظاليمانه عمل دی چه يوکس يې دخپل يوه جيب ډکولو په موخه ټول عالم ته غم اوفريشاني جوړوي اوپه ټولنه کې قحطي اوقيمتیي رامنځه ته کوي .
 
 
۶- دسود حرمت :
په اسلامې اقتصادی نظام کې دسود عمل حرام دی .
سودهم دڅوبډايو له کټی نه بغير په ټولنه کې د خير،يوله بله کومک اوخواخوږی ټولی دروازی بندوي ، دغريبو اوتنګ لاسو لپاره دتباهی يوستر دام دی.
 دغه د سود دام اوس اولسونه لاڅه چه حکومتونه يې هم دغلامی پرځنځير تړلی دی .
زمونږ په ټولنه کې هم اوس دا ناولی بازار دچټک رشد په درشل کې دی چه په ډيره سپين سترګی سره خلک دتلويزيون له لاری سودخوری او قيماربازۍ ته وربولي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
دنرخ ټاکلوضررونه :
۱- له بازار څخه دموادو کميدل :
لومړی زيان يې دادی چه کچيری حکومت داسې نرخونه وټاکي چه دسوداګرو لګښتونه پکې نه پوره کيږي نودضرورت وړ اجناس له بازار څخه ورک کيږي اوداحتکار لپاره لاره هواريږي .
ځکه چه تاجران خويې په تاوان نشی خرڅولای ،چه په نتجه کې دموادونرخونه دنرخ نامی څخه څوچنده نورهم اوچتيږي .
اوبلاخره مواد دخرڅولولپاره تور بازار ته وړاندی کوي اوهلته يې په خپله خوښه خرڅوي .
 
۲- زيان اړول شرعًا حرام دي
دنرخ په ټاکلو سره به ځنې تاجران داسې وي چه که د نرخ نامی مطابق يې خپل تجارتی اموال خرڅوي نوزيان به پکې کوي ،نوپه اسلام کې زيان اړول حرام دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : لاَضَرَرَ وَلاَ ضِرَارَ (مسند احمد) (( بل ته زيان رسول روا نه دی اوپه خپله هم زيان قبلول روا نه دی )).
 
۳- غل بازاری
دنرخ په ټاکلوسره غل بازاری ،بډی اورشوت ته لاره پرانستل کيږي ځکه هغه مامورين چه دنرخ په کنترول ګومارل شوی وي ځنې د دوی له سوداګرو سره سازش کوي چه په نتجه کې رشوت ورکونکی تاجران په خپله خوښه اجناس پلوری او هغه تاجران چه رشوت نه ورکوي په حکومتی نرخ خپل اجناس پلوری چه په نتجه کې ټولنيزه بی عدالتی منځ ته راځي .
۴- دقرآنکريم سره مخالفت
څلورم زيان يې دادی چه دنرخ ټاکل له قرآن کريم سره ښکاره مخالفت دی
 أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ
 (النساء ۲۹) .
(ای مؤمنانو! په خپلو منځو کې ديو اوبل مالونه په ناروا ټوګه مه خوری او راکړه ورکړه (تجارت ) به د دواړو خواوو په خوښه وي ).
دقرآنکريم دحکم سره سم داسلام ᘪجارتی نظام آساسی اصل خپل منځی رضامندی ده .
نه پلورنکی په زور پرچا باندی مال خرڅولای شی اونه هم څوک په زور له چا څخه مال اخيستلای شی .
مګر دحکومتی نرخ په ټاکلو سره تاجر اوصارف دواړه له يوه مسلط کړی اوکنترول شوی جبر سره سمه معامله کوی چه نه بايع اونه مشتری پری خوښ اوراضی ویي .
 
        

Blog reactions

No reactions yet.